
دولس هيلې اوونيزې پنځه څلوېښتمه ګڼه په اتومخونوکې ،په اخباري كچه ،په ښكلي ډيزاين، په دوورنګوونو،تازه له چاپه راووته.په نوموړې اوونيزه کې پرسرليکنه سربېره بېلا،بېل سياسي ، ټولنيز،فرهنګي،ادبي او روزنيزمطالب راغلي ،چې دلوستونکو تنده خړوبولى شي.
په دې ګڼه کې معيوبينو ته بايد دمعيوبينو په سترګه ونه كتل شي، ترسرليک لاندې سرمقاله ، ويدا،مينه څه ده؟،اخېر شځه هم انسان ده!،نړيوال كلى (Global village ) او فقر،ددېرشو دقيقو نڅا له پاره نوي لكه روپۍ!،په لندن كې پيشو پوليسه شوه،دخوست په ولايت كې حېرانوونكى غاښ وموندل شو،يوې امريكايي مېرمن ۶۲ ځله واده كړى، دادب مرغلرې ( ټوكې ،شعرونه،متلونه،مينه،سيال (ادبي ټوټې)، دقران شريف په هكله مالومات ،دځوان شاعرمعرفي،خوتاسو ويل ،چې ډولونه راوله! ( لنډه كيسه ) لنډخبرونه او رپوټونه په بېلا،بېلو مخونو كې چاپ شويدي .
موږ تاسو ټولو درنو مينه والو او لوستونکوته په ډېره مينه دولس هيلې اوونيزې د نوې چاپ شوې پنځه څلوېښتمې ګڼې د لوستلو او مطالعې بلنه درکوو او هيله کوو،چې د ولس هيلې د کيفيت د لاښه والي په موخه خپل نېک نظريات، پېشنهادونه ، نيوکې،خپل غوره شعرونه ، ښوونيز، روزنيز،سياسي او نور ډول، ډول مطالب، چې دلوستونكو د پوهې سطحه لوړوي، زموږ په پته راولېږئ، څو وكولى شو ،د نوموړې اوونيزې له لارې ستاسو نظريات پرخوست سربېره د هېواد پلازمېنې كابل او نورو ګڼو ولايتونو لوستونكو ته هم ورسوو.
درانه مينه وال كولى شي ،چې خپلې ليكنې،دولس هيلې اوونيزې په لاندې ايمېل ادرسونو راولېږي:
besmillahhaqmal@yahoo.com
wolas_hela@yahoo.com
fazalyar_4@yahoo.com
دامتيازخاوند او مسؤول چلوونكى : څېړونكى بسم الله حقمل
مرستيال : محمدشاه فضل يار.
اړيكې : ۰۷۹۹۴۴۵۳۰۰
۰۷۰۰۹۲۷۲۸۲