د شانګهای سازمان: په افغانستان کې دایمي ثبات غواړو 

کابل(روهي): د راپورونو له مخې په وروستیو ورځو کې د شانګهای سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو مرستیالانو د سیمې پر وضعیت په تېره بیا د افغانستان په اړه خبرې کړې دي. 

په دې بحثونو کې ټینګار شوی چې ژر تر ژره دې په افغانستان کې یو ټولشموله حکومت رامنځ ته شي. 

دوى په ټولشموله حکومت به وکړای شي په دغه هېواد کې دایمي ثبات او ډاډ ته لار برابره کړي. 

دوی همدا راز زیاته کړې چې افغانستان کې ددایمي ثبات غوښتونکي دي او تمه لري چې په دغه هېواد کې سوله او امنیت ټینګ شي. 

بلخوا د شانګهای د همکاریو سازمان غړو په سیمه کې له ترهګرۍ سره پر ګډه مبارزه، د نشه يي توکو پر وړاندې مبارزه او سیمه کې پر ګډو امنیتي همکاریو خبرې کړې دي.