د ملګرو ملتونو امنیت شورا په افغانستان کې وروستي بریدونه غندلي دي 

کابل(روهي): د ملګرو ملتونو امنیت شورا له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو کې د افغانستان په څو ښارونو کې پر ملکي وګړو، جوماتونو او روزنیزو مرکزونو بریدونه شوي چې ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. 

امنیت شورا وایي دوی ټول دغه ډول بریدونه غندي او تمه لري چې عاملین یې د عدالت منګولو ته وسپارل شي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي چې دوی د ترهګرۍ ټول ډولونه په ټولو ځایونو کې غندي او له نړیوالو غواړي چې ددغه پدیدې پر وړاندې مبارزه همغږې کړي او په ګډه د انسان وژنې مخه ونیسي. 

د ملګرو ملتونو امنیت شورا وایي چې دوی د خپلې خواخوږۍ مراتب له افغانانو سره شریکوي او تمه لري چې په دغه هېواد کې نور جګړې او بریدونه پای ته ورسېږي. 

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې په افغانستان کې بيا چاودنو زور اخيستى او  په جوماتونو او روزنیزو مرکزونو بریدونه شوي چې لسګونه ملکي وګړي پکې وژل شوي دي.