ټام وېسټ: د افغان نجونو ښوونځي دې ژر پرانیستل شي

کابل(روهي): د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ وايي، چې له ډاکتر عبدالله عبدالله سره یې د افغان نجونو د زده‌ کړو په اړه خبرې کړې دي. 

وېسټ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي، چې له عبدالله عبدالله سره یې ښوونځیو ته د نجونو ژر تر ژره ستنېدو پر اړتیا ټینګار کړی دی. 

نوموړي دغه راز افغانستان کې وروستي بریدونه هم غندلي او د قربانیانو له کورنیو سره یې همدردي ښودلې ده . 

د یادونې ده چې نوموړي تر دې وړاندې له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره هم خبرې کړې وې او له هغه یې هم د نجونو زده‌کړو اړوند مشورې اخیستې وې.