کابل(روهي): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي په دوحه کې د افغانستان لپاره د بریتانیې سفیر هیوګو شارتر سره کتلي دي.
د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې د بریتانیې سفیر افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې د نوي حکومت په خلاف د وسله وال مخالفت ملاتړ نه کوي او نه هم دا ډول اقدامات ګټور بولي.
بهرنیو چارو وزارت وايي، په دې لیدنه کې متقي له بریتانیا سره په مثبتو اړیکو ټینګار وکړ او د وسله والو وروستۍ هڅې چې ملکي اهداف په نښه کوي، د هغوی د ضعف او له افغانانو سره د دښمنۍ نښه بللې ده.
دا لومړى ځل دى چې يو هېواد د نوي سرپرست حکومت پر وړاندې د جګړې پر نه ملاتړ ټينګار کوي.
وروستي