په ایران کې د افغان بندیانو وضعیت څېړل کېږي

کابل(روهي): کابینې سترې محکمې ته دنده سپارلې چې ایران کې له افغان بندیانو سره د لیدلو او د هغوی د وضعیت د څرنګوالي په اړه معلومات ورکړي.
 
 د ا.ا د ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپل ټویټر کې لیکلي چې د کابینې د پرېکړې له مخې به له ایراني چارواکو سره لیدنه کې هېواد ته د افغان بندیانو د ستنولو موضوع هم روانه وي.
 
سترې محکمې ته دا هم ويل شوي چې د افغان کډوالو د تګ، په ياد هېواد کې له افغان بندیانو سره د لیدنو او د هغوی د وضعیت د څرنګوالي په اړه د ریسس الوزرا له پلاوي سره په ګډه کار وکړي.
 
هغه زیاته کړه چې په راتلونکي کې به په نورو هېوادونو کې د افغان بندیانو موضوع هم وڅېړل شي.
 
دا په داسې حال کې ده چې له دې مخکې پر ټولنيزو شبکو ايران کې پر افغان کډوالو د تشدد ويډيوګانې هم خپرې شوې وې چې د ګڼ شمېر افغانانو غبرګونونو يې راپارولي وو.