افغانستان کې د تجارت او پانګونې نوې بڼه

زمونږ یوشمېر ملګرو پتیلي چې د خپلو ملګرو د اقتصادي مشکلاتو د حل او د ټول افغانستان د اقتصادي مشکلاتو د حل لپاره په خپلو مټو او خپلو امکاناتو د یوه تهداب د ايښودو پر طرحه کار وکړي. زمونږ ملګري نه صرف دا چې پدې باور دي چې  هیوادونه د نورو په مرستو نه جوړیږي بلکې پدې هم باوري دي چې افغانان هم لکه د نورو انسانانو په شان د خپل هیواد د جوړولو پوره وړتیا لري. 

اوسني وخت کې فردي ژوند او همدا ډول هېواد بسيا پر اقتصاد تکیه کوي. که چیرې د افرادو اقتصاد کمزوری او اقتصادي سرچينې يې لوړې نه وي، نو د پرمختګ ډېری فرصتونه له لاسه ورکوي. د بیلګې په ډول د کمزوري اقتصاد له امله د زده کړو کول سخت او محدوديږي. مطلب يو کس اړ وي چې د زده کړو پر ځای د کور عوايد برابر کړي. دې سره لسګونه شونتياوې بايلي او له زده کړو محرومیږي. 
پيسو ګټل او اقتصاد لوړول اسانه لارې لري، خو اړينه په کې دا ده چې لارې چارې يې پیدا او عملا پرې کار شروع شي. موږ په خپل پروګرام کې هغه شونې او اسانې طريقې رانغاړې او برابرې کړې دي، چې د شرکت هر شریک به په دوامداره توګه او منظم ډول سره حلاله ګټه کوي. خلاصه دا ده چې، کمه پانګه به يې داسې ګټه ورته کوي چې له نسلي او وضعيتي غربت به خلاص شي. 
طرحه په لاندې ډول ده

د لومړۍ پروژې لپاره یو سوپر مارکيټ یا داسې مغازه په نظر کې نیول شوې چې د کورني ضرورت ټول شیان لکه:  خوراک، پوښاک، څښاک، او نور به پکې شامل وي. ددې پروژې لپاره لومړنۍ بودیجه لس لکه ډالر یا سل ملیونه افغانی په نظر کې نیول شوي. دغه سل میلیونه افغانۍ په شل زرو برخو ویشل شوې، چې هره برخه یې پنځه زره افغانی کیږي. 
دا چې زموږ د خلکو کم از کم معاش پنځه زره افغانی دی نو ځکه یوه برخه هم پنځه زره ټاکل  شوي. 

یو نفر به له یوه سهم څخه نیولي تر یوه فیصده پورې چې لس لکه لکه کیړي سهمونه اخیستی شي. د دې کار د ترسره کولو لپاره به د افغانستان د تجارت د قوانینو په چوکاټ  کې یو  سهامي شرکت رامنځته کیږي، د شرکت ټولې چارې لکه د اجرایوي مدیرانو  ټاکل، او نور کارونه به سهمونو ته په کتو د رایو په اکثریت ترسره کیږي. ددې لپاره چې د سهم لرونکي د ارادې او فکر د خرابوالي په سبب ټول شرکت زیان و نه ویني نو د یوه نفر سرمایه تر یو فیصد پورې محدوده شوې.
 
د دې لپاره چې زمونږ هغه سهم لرونکي چې یواځې معاش لري له مشکل سره مخامخ نشي هر سهم لرونکی به کولی شي له شرکت څخه د خپل سهم اتیا فیصده قرض حسنه واخلي او د دوهم معاش په اخیستو سره یې بېرته ورکړي. هر سهم لرونکی به د امکان په صورت کې سودا هم له همدغې مغازې څخه رانیسي. زمونږ د لمړنی سروې مطابق یاد رقم له اوو څخه تر اتو زرو کسانو څخه راټولیدی شي. دا چې مغازه به له لومړي سره اته زره مشتر یان ولري دا کار د مغازې د کامیابيدل سل فیصده تضمینوي. 

• دا کار به په اول سر کې زمونږ ټولو سهم لرونکو ته بیا ټولو خوست میشتو ته نسبتا په ارزان او ثابت نرخ د توکو د ورکولو زمینه برابره کړي.

• ددې مغازې یوازې زکات به په کال کې د زرهاوو اړمنو د لاس نیوي لپاره کفایت وکړی. 
• دا کار به ددې ډول نورو شرکتونو د جوړیدو لپاره زمینه برابره کړي. 

• پدې شرکت یو سهم به مونږ په هغه وخت کې چې کار نه شو کولی د نورو له مختاجئ خلاص کړي. 

• د مهالنۍ ګټې ترڅنګ د سهمونو د قمت په لوړیدو سره به زمونږ سرمایه په ډیر کم وخت کې څو چنده شي.
 
ددې لپاره چې لیکنه اوږده نشي ما دلته ډیر کم څه ولیکل، زمونږ ملګرو پدې برخه کې ډیره مطالعه کړي که له چاته سره څه پوښتنه ، نظر یا مشوره وي زمونږ یې شریکولی شي.