د چرسیانو مجلس 

چرسیانو له خپل مشر چرسي څخه پوښتنه وکړه چې دا د سولې په خبرو څه وشول؟
مشر چرسي د سولې روانې خبرې د پاکستان او امریکه تر منځ دي ستاسو يې پرې څه؟

چرسیان: نو بیا دا زمونږ صاحبان ولې دومره  ورته خوشحاله دي؟ 

مشر چرسي: هغه د برکلي د کونډ اغا  خبره ده. چې  وایې چې د برکلي شربت خان اغا چې وروسته په کونډ اغا مشهور شو، ډیر په ځوانۍ کې کونډ وو. هر چا به ورته ویل چې مه خفه کیږه یوه کونډه درته پيدا کوو ستا کور به ودان شي. د دغو خبرو په اوریدو اوریدو سره لږ وخت وروسته به چې هر چیر ته څوک مړ شو او چا به وویل چې ښځه یې کونډه شوه ، نو شربت خان اغا به خپل زوړ ماشين پاک کړ، دوکان ته ولاړ  او د ځان لپاره به یې  د ماشین دوه یا درې پتري واخیستل، ځکه چې له دومره  وخت وروسته په یوه پتري کار نه کیده، بغیر له کومې افواه څخه کونډ اغا هم د فرضو او سنتو په غم کې نه و او صرف هغه وخت خپلو فرضو او سنتوته متوجه کیده چې دا ډول کومه افواه به یې واوریده.  زمونږ پر افغانانو هم همغه چل شوی.  چرسیان چې پوره د خندا توان یې هم نه درلو خولې یې جینګې کړي او ويې ویل ښه نو ددې مطلب دا شو چې ورکه یو کش. 

کله چې چرسیان لږ په سد شول نو بیا افغانستان وریاد شو. له خپل مشر چرسي یې وپوښتل: که په رښتیا دا طالبان او حکومتي ځواکونه د یو بل به وژلو جنت ته ځي او د یوبل له وژلو خوند اخلي نو دا تیار نیولي کسان ولې نه وژني چې په نورو پسي په غرونو او دښتو کې شپه او ورځ سرګردانه دي؟

مشر پدې خبره خو زما هم ډیر سر نه خلاصیږي خو زمونږ د کلي سرخاکان چرسي به کله کله خپله کورواله پټیو ته وویسته، کورودانه به یې مخکې په تېښته وه او دی به له شا ورپسې وو. 

هغې خوارکی به نارې وهلې او چرسي به ورپسې په منډو وو. کله به یې چې کورودانه ونیوه نو خپل خواهش به  پوره کړ. کله به چې چا ترې پوښتنه وکړه چې داسې ولې کوي هغې به ویل چې په چیغو او نارو سره یې خوند څو چنده کیږي. شاید د مرګونو لوبغاړي هم زمونږ د منډو، چیغو او نارو څخه خوند اخلي. چرسیانو بیا هم خولې جینګې کړي او ویې ویل ښه نو ددې مطلب دا شو چې ورکه یو کش. 

چرسیان چې کله بیا لږ په سد شول پوښتنه یې وکړه. اخر دا جنګ چا وګاټه؟
مشر چرسي که د ګټې او توان خبره وي نو جنګ هیڅ ګټونکی نلري. په جنګونو کې صرف دا کتل کیږي چې د چا خبره ځاي ته رسیږي او یا څوک کم تلفات ورکوي؟ البته ځینې دریم ګړي هیوادونه خامخا یو څه پکې تر لاسه کوي. 

زما لږ لږ یادیږي د جنګ له شروع کیدو څخه وړاندې امریکایانو ویل چې د دوي ځینې دښمنان چې مسلمانان دي بیاد له خپل وطن څخه وشړو، مونږ ورته ویل مونږ هیڅ مسلمان له خپله ملکه نشو شړلی. 

خو اوس طالبان چې د افغانانو په نماینده ګی خبرې کوي منلی چې د هغو ټولو مسلمانانو څخه به چې د امریکایانو مخالفین دي د دوي ساتنه کوي او دا خبره یې په غزني کې امریکایانو ته په ثبوت هم ورسوله. که تلفاتو ته وکتل شي، که د امریکایانو تلفات په زرهاوو وي نو زمونږ تلفات په لکونو دي. 

پاتې شوه د دریم ګړي هیواد یا پاکستان خبره هغې پکې د ډیورند کرښې کنترول چې د پيړیو پيړیو خوب یی وو بغیر له کومو تلفاتو لاسته راوړ، هغه ټولې اجنسي چې انګریزانو هم له ځان سره نه شوي یو ځاي کولی ټولې یې له ځان سره یو ځاي کړي نور د ګټلو خبره تاسو ته پریږدم. 

چرسیان یوه وړه پوښتنه که ځواب شي ډیر به خوشاله شو. که امریکه یان ووځي په افغانستان به یې اغیز څه وي؟ مشر چرسي په افغانستان کې به یوه ورځ رخصتي بله هم اضافه شي نور هیڅ. چرسیان چې داسې ده نو  نور بس ده راځی چې ځو. 
پاي