د پکتيکاولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ځايي يامحلي پوليسو ښې پايلې لرلي دي

.د پكتيكاامنيې قومندان جنرال دولت خان (ځدراڼ) وايي چې د دغه ولايت په برمل ولسوالۍكې له هغه وروسته امنيت ښه شوى چې په سيمه كې يې محلي پوليس په دندو وګمارل.
 نوموړى قوماندان زياتوي چې له دې وړاندې سيمه والو له ناامنيو او د وسله والو لخوا د تهديد له امله شكايتونه كول خو اوس حالات ښه شوي دي.
د پكتيكاولايت امنيې قوماندان جنرال دولت خان ځدراڼ وايي چې له تېرې څه مودې  راپدې خوا د دغه ولايت د برمل ولسوالۍ اوسيدونكو په سيمه کې د ناامنۍ اويو شمېر خپلسرو وسله والوڅخه شکايت کاوه چې ځايي اوسيدونكي يې ترتهديد لاندې راوستي دي، نو دولت هم د هغوى غوښتنې ومنلې او په سيمه كې يې محلي پوليس په دندو وګمارل او په همدې امله ده چې د خلكو يادې ستونزې ترډېره بريده كمې شوې دې.
دولت خان ځدراڼ وايي چې محلي پوليسو ښه پايله ورکړې نو په همدې اساس پرخلکوغږ كوي چې خپل وروڼه اوزامن دي محلي پوليسوكې دا خل كړي ترڅو د خپلې سيمې امن په خپله وساتي.  ځايي خلكو هم د قوماندان خبره تايدكړې  او وايي چې اوس د پخوا په پرتله حلات يو څه ښه شوي دي.
د پكتيكا والي محب الله صميم هم په دې اړه وايي چې ډېر ژر به په وازې خواه، وړممۍ او تروو ولسواليو کې هم  سيمه ايز پوليس په دندو وګماري د ده په خبره چې د سيمي خلکوهم ورسره په دې برخه کې د هراړخيزي مرستې ژمنه کړې، ده زياته كړه چې ځيني ساتونكي به د خوش آمند او وازې خوا ولسواليوترمنځ پر غځيدلې لويه لار د ګواشتې په سيمه كې هم ځاى پرځاى كړي ځكه چې هلته غلاوې، بريدونه او پېښې ډيرې كيږي.