کورنیو چارو وزارت د دشته برچې پېښې قربانیانو سره دوه میلیونه افغانۍ مرسته وکړه

روهي- ۲ غویی۱۴۰۱: کورنیو چارو وزارت کابل کې د وړمې ورځې چاودنې قربانیانو سره د خواخواږي لپاره دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه.

د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدران وايي:"د کابل د امنیه قوماندانۍ په شمول د کورنیو چارو وزارت مشرتابه د کابل په دیارلسمه ناحیه کې د سه شنبې د ورځې د چاودنې د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه او د قربانیانو سره یې دوه میلیونه افغانۍ نغدي مرسته وکړه."

کابل لوېدیځ دشت برچې کې وړمه ورځ(سه شبنه) د درې چاودنې وشوې چې له امله یې ۱۱ کسان ووژل شول او ۲۴ نور ټبیان ښودل شوي دي.

د یادونې وړه ده چې تر اوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې نه دی منلی خو حکومتي یوه سرچینه وايي چې دغه ډول پېښې له د داعش ډلې پرته بل څوک نه کوي.

یاده پېښه په کور درننه او بهر سیاسیون او نړیوالو ادارو په کلکه وغانده.