کندهار کې د خوارځواکۍ ماشومانو کچه ۱۷ سلنه ته رسېدلې

روهي - ۲ غویی ۱۴۰۱: د کندهار د عامې روغتیا رییس ډاکټر جمال الدین عظیمي وايي چېپه دغه ولایت کې ۱۷ سلنه ماشومان په خوارځواکۍ اخته دي او دا کچه مخ په لوړېدو ده.

هغه دا څرګندونې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) له خوا د خوارځواکو ماشومانو پر کورنیو د خوراکي توکو د وېش پر مهال وکړې.

د معلوماتو له مخې، په دغو توکو کې د اوړو، غوړې او دال تر څنګ د مور او ماشوم لپاره خوراکي توکي هم شامل وو چې د ۷۹ خوارځواکو ماشومانو پر کورنیو ووېشل شول.

ډاکټر جمال الدین عظیمي ویلي چې د همکارو موسسو په مرسته هڅه کوي، په خوارځواکۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخنیوی وکړي.

دی وايي، په ولسوالیو کې له هغو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وشي چې له بد اقتصادي وضعیت سره مخ دي او ماشومان یې په خوارځواکۍ اخته دي.