اهېډ موسسه، نورستان کې د روغتیايي کارکوونکو ۶۰ میلوینه افغانۍ پوره وړې ده

روهي - ۲ غویی ۱۴۰۱: د نورستان روغتیايي کارکوونکي وايي چې په دغه ولایت کې د اهېډ (AHEAD) موسسې د دوی د یوه کال معاشونه نه دي ورکړي.

د دغو روغتیايي کاروونکي شمېر یې ۴۰۰ تنو ته رسېږي.
دوی ادعا کوي چې د یادې موسسې مسوولینو د دغه ولایت د روغتیايي خدماتو اړوند د درېیو کلونو پیسې هم وړې او ځانونه یې تري ورک کړي دي.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند روح الله عادل هم تاییدوي چې اهېډ موسسې د ۴۰۰ روغتیايي کارکوونکو معاشونه- چې ۶۰ میلیونه افغانۍ کېږي نه دي ورکړي.

سرچینې ویلي، د عامې روغتیا ریاست د دغې ستونزې پر حلولو کار کوي او په دې برخه کې له نړیوال بانک سره خبرې روانې دي، څو د روغتیايي کارکوونکو معاشونه ورکړل شي.