کورنیو چارو وزارت: بلخ کې د پرونیو چاودنو طراح ونیول شو

روهي -۲وری۱۴۰۱: د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور وايي چې امنیتي ځواکونو بلخ کې د تېرې ورځې چاودونو طراح نیولی دی.
هغه زیاته کړې چې نیول شوی کس عبدالحمید سنګریار نومیږي، د داع.ش فعال غړی دی.
د ټکور په وینا، دغه کس د پرونیو چاودونو طراح دی او د بلخ په چهاربولک ولسوالي کې نیولی شوی دی.
تېره ورځ کابل، بلخ، کندز او ننګرهار کې د بیلا بیلو چاودنو له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.