متقي: افغانستان کې له نوو فرصتونو څخه باید ټوله سیمه ګټه واخلي

روهي – ۱ وری۱۴۰۱: د بهرنیو چارو وزارت وايي چې مولوي امیرخان متقي د منځنۍ اسیا له سفیرانو او استازو سره په کتنه کې ویلي چې افغانستان کې له نوو فرصتونو څخه باید ټوله سیمه ګټه واخلي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت ویاند احمدضیا تکل رسنیو ته په استولي پیغام کې کړې دي.
دی وايي چې په دې ناسته کې د ازبکستان او قزاقستان سفيرانو او د ترکمنستان او قرغزستان استازو ګډون کړی و.

هغه زیاته کړې چې په یاده غونډه کې د افغانستان او منځنۍ اسيا ترمنځ پر اړیکو، تجارت او اقتصادي اتصال خبرې شوې دي.

ده د امیرخان متقي له قوله لیکلي چې له نوو فرصتونو څخه د ټولې سيمې په ګټه استفاده وشي.

د سرچینې په وینا، د منځنۍ اسيا سفيرانو هم پخپل وار افغانستان سره د خپلو اړوندو هېوادونو د تجارت، ترانزيت، رېل پټلۍ او د افغانستان له لارې د انرژۍ د لېږد په برخه کې په ګډ کار او همکارۍ ټینګار وکړ.