بلخ کې چاودنې ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

روهي-۱وری۱۴۰۱: مسوولین وايي چې د مزارشریف ښار په یوه جومات کې چاودنې ۴۱ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

سرچینې وايي چې دغه پېښه نن شاوخوا یوه بجه د مزارشریف ښار د دویمې ناحیې مربوطاتو کې شوې ده.

د یاد ولایت د عامې روغتیا ريیس نجیب الله توانا د وژل شوو شمېر ۱۱ او د ټپیانو ۳۰ کسان ښيي.

هغه زیاته کړې چې د شپږو ټپیانو روغتیایي وضعیت نازک ښودل شوی دی.

خو امنیتي سرچینې بیا په دې چاودنه کې لس کسان وژل شوي او پنځلس نور ټپیان دي.