خوست: د باران د نه وريدو له امله د باران غوښتنې يا استثقاء  لمونځونه ادا شول

 د خوست په بېلابېلوسيمو كې د باران د نه وريدو له امله د باران غوښتنې يا استثقاء  لمونځونه ادا شول، په پرله پسې ډول دا پېنځه مياشتې كيږي چې په خوست كې باران ندى شوى، له همدې امله ده چې په خوست كې د سينې او تنفسي ناروغۍ ډېر شوى، او بل لور ته كه باران يا واورې ونه وريږي نو احتمال لري چې په راتلونكي كال كې دا وچكالۍ شاهده وي.
بشپړ رپوټ :
 له تېراوړي تر دې مهال په خوست كې واورې خو څه چې باران هم نه وريدلى، نو له همدې امله په خوست كې هوا يخ او وچه ده او بل لورته د خوست په ډېرى اوسيدونكواوپه تېره بيا زړوخلكو او ماشومان كې د سينې او تنفسي ناروغۍ هم ډېرې شوي دي.
 دا چې له يوې خوا د خوست كرنيزې ځمكې په باراني اوبوخړوبيږي او بلې خوا ته د باران او وارو نه وريدو له امله په ناروغيوكې هم ډېروالى راغلى دى، نو د خوست په يوشمېر سيمو او جوماتونو كې د باران غوښتلو يا استثقاء المونځونه اداشول، ملاامانو وويل چې كه په هره سيمه له اړتياوو ډېر بارانونه كيږي هم او ياكه په كومه سيمه بارانونه نه وريږي نو د واړو سيمو خلك دې ويريږي چې كومه  ګناه شوې،  او د دې توبې لپاره مسلمانان د باران غوښتلو المونځونه كوي.
 كتونكي وايي چې كه په دې وخت كې په خوست كې باران ونه وريږي نو امكان لري چې په راتلونكي كال كې به دلته ځكه وچكالي وي زياتره كرنيزې ځمكې د باران پرهغواوبوخړوبيږي چې له چاپېره غرونو نه  راځي، او د دې له امله به ډېرخلك او په تېره بيا كروندګر له ګڼو ستونزو سره مخ شي.