فاریاب کې ترافیکي پېښو کې 11 تنو ته مرگ ژوبله اوښتې

روهي – ۱وری ۱۴۰۱: د فاریاب مسوولین وايي چې د دغه ولایت د میمنې ښار او د یاد ولایت په خواجه سبز پوش ولسوالۍ کې په دوو جلا ترافیکي پېښو کې یوولسو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
 
سرچینو ویلي چې دغه پېښې تېر ماښام د میمنې ښار په پنځمه ناحیې کې چې یو موټرسایکل له یوه بایسکل سره ټکر کړی رامنځته شوې ده.
 
دغه راز سرچینې دا هم ویلي چې د یاد ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې د یوه  فېلډر موټر د چپه کېدو له امله، ۹ کسان ټپيان شوي دي.