د خوړو نړیوال سازمان پکتیکا کې له څه باندې ۱۳ کورنیو سره مرسته وکړه

روهي -۱وری۱۴۰۱: د خوړو نړیوال سازمان د پکتیکا د لسو ولسوالیو پر ۱۳زره او ۴۰۰ اړو کورنیو  خوراکي توکي ووېشل شول.

دا مرسته د RHDO موسسې په مرسته وېشل شوې ده.

د پکتیکا د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس خان محمد ویلي چې دا مرسته د دغه ولایت د وازې‌خوا، خوشامند، ډيله، وړممۍ، ګومل، نعمت اباد، سروبي، برمل، زيړوک او نکې ولسواليو په ۱۳۴۰۰ اړو کورنیو ووېشل شوه.

هغه زیاته کړه، په مرسته شوو توکو کې د هرې کورنۍ لپاره ۵۰ کیلوګرامه اوړه، ۵ کیلوګرامه غوړي او ۸ کیلوګرامه دال شامل دی.