زابل ته ۲۰۰ کډوالې کورنۍ بیرته راستنې شوې 

روهي -۱وری۱۴۰۱: د زابل د کډوالو چارو ریاست مسوولین وايي چې د جګړې له درېدو سره له پاکستان او ایران څخه شاوخوا ۲۰۰ کورنۍ بیرته هېواد ته راستنې شوې دي.

د زابل د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو آمر مولوي حمدالله صمیم ویلي چې په تېر ۱۴۰۰ لمریز کال له ګاونډیو هېوادونو زابل ته ۲۲۰۰ کډوالې کورنۍ راستنې شوې وې،
دی وايي، راستو شویو کورنیو سره د کډوالو د نړیوالو ادارو  UNHCR او IOM له خوا ورسره مرستې هم شوې دي.

نوموړي پر تازه راستنو شویو کډوالو کورنیو غږ کوي چې ځانونه د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو ریاست سره ثبت کړي، څو مرسته ورسره وشي او دوی یې د ستونزو حل ته رسېدنه وکړي.

صمیم د دې تر څنګ په دغه ولایت کې د بېځایه شویو کسانو په اړه هم معلومات وړاندې کړل او ويې ویل، په تېرو کلونو کې ۷ زره کورنۍ چې له ولسوالیو او نورو لېرو سیمو څخه راکډوال شوي، په مرکز کلات کې استوګن دي.

هغه زیاته کړه، دا کورنۍ تر ډېره د جګړو او وچکالیو له امله خپلو مېنو پریښودلو ته اړ شوي وو چې غواړي اوس بیرته خپلو مېنو ته ستنې شي.