
کابل(روهي): پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
نوموړي په بي بي سي سره په مرکه کې د پاکستان پر وروستیو بریدونو او ځینو څرګندونو توند غبرګون ښوودلی او هغه یې غندلې دي.
کرزي ویلي، د پاکستان دا څرګندونې ناسمې دي چې ګواکي په افغانستان کې د ترهګرو مرکزونه دي.
هغه زياته کړې چې افغانستان د ترهګرو پالونکی نه بلکې د ترهګرۍ قرباني دی او پاکستان ته په کار ده چې په خپل زړه کې د شته ترهګرو پر وړاندې ګامونه اوچت کړي.
هغه تمه ښوودلې چې د پاکستان نوی حکومت وکړی شي له افغانستان سره ښې اړیکې جوړې کړي، له تاریخ عبرت واخلي او د تېرو حکومتونو په څېر د شر او ناندریو پالونکی حکومت ترې جوړ نه شي.