ټروډو: افغانانو ته د وېزې ورکړې ته ژمن یو

کابل (روهي): کاناډا وایي دوی څلوېښت زره افغانانو ته د وېزې د ورکولو ژمنه عملي کوي. 

د کاناډا ولسمشر جسټین ټروډو ویلي، دوی په اوسني وضعیت کې له افغانستان خپل ملګري وګړي نه شي ایستلی خو افغانانو ته د څلوېښت زره وېزو ورکړې ته ژمن دي.

نوموړي ویلي، تمه لري چې وکړی شي په دې حساسو شرایطو کې له افغانانو سره مرسته وکړي او هغه کسان و باسي چې ژوند یې له خطر سره مخ دی.

وروسته له هغه چې په افغانستان کې پخوانی نظام سقوط شو نو د کاناډا په ګډون ګڼو هېوادونو د زرګونه کسانو د ایستلو ژمنه وکړه.

کاناډا وایي چې دوی د شاوخوا څلوېښت زره کسانو ایستلو ته ژمن دي.