امریکايي میشتو افغانانو ته په کاناډا کې افغان سفارت قونسلي خدمات پیلوي

روهي - د غويي لومړۍ نېته۱۴۰۱: په کاناډا کې د افغانستان سفارت وايي چې د امریکا متحده ایالتونو کې د افغانستان سفارت او قونسلګریو تړلو له امله په دغه هېواد کې مېشتو افغانانو ته کونسلي خدمات وړاندې کوي.

دا اعلان وروسته له هغه کېږي چې په واشنګټن کې د افغانستان سفارت او په لاس انجلس او نیویارک کې د افغانستان کونسلګرۍ د مالي ستونزو له کبله د ۱۴۰۰ کال د کب په ۲۵مه وتړل شوې.

د کاناډا په اوټاوا کې د افغانستان سفارت په خبرپاڼه کې راغلي:"د کاناډا او د امریکا د متحدو ایالتونو د اړوندو مرجعوګانو سره د خبرو او همغږیو وروسته، په اوټاوا کې د افغانستان اسلامي جمهوريت سفارت او په ټورنټو او ونکرور کې د افغانستان قونسلګریو له خوا د ۲۰۲۲کال د اپرېل میاشتې له ۲۰ مې نېټې څخه وروسته د قونسلي خدماتو چارې په غاړه اخلي."

سرچینې ویلي چې د امریکا مېشتو افغانانو ته د اړوندو کنوانسیونونو، د امریکا او کاناډا د شته قوانینو سره په مطابقت کې خدمات وړاندې کېږی.

سرچینې زیاته کړې، په اوټاوا کې د افغانستان سفارت، په تورنتو او ونکور کې د افغانستان کونسلګرۍ د امریکا په متحدو ایالتونو کې کوم استازی لري خو افغان اتباع باید په مستقیم ډول په اوټاوا، ونکور او یا تورینتو کې د افغانستان له دیپلوماتیکو استازولیو سره تماس ونیسي ترڅو  کونسلي خدمات د پست او یا هم په حضوري ډ‌ول ترلاسه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا ته په وروستیو کې شاوخوا ۷۴ زرو ته لېږول شوي چې اکثره یې کونسلي خدماتو ته اړتیا لري ځکه چې لا هم په امریکا کې دایمي استوګن شوي نه دي.