امریکا د افغان جګړې د معلوماتو افشاګر محاکمه کوي 

روهي - د غويي لومړۍ نېته۱۴۰۱: برېټانیا غواړي افغانستان کې د امریکايي جګړې د اسنادو افشاګر امریکا ته وسپاري. 

د راپورونو له مخې برېټانیا غواړي جولیان آسانژ چې د ویکي لیکس په نامه د افشا کوونکي سایټ بنسټګر دی د محاکمې لپاره امریکا ته وسپاري.

جولیان تر پنځه سوه زره پورې داسې پټ اسناد خپاره کړي وو، چې په هغه کې په افغانستان او عراق کې د امریکا له جګړو او پلانونو پرده پورته شوې وه.

امریکا له برېټانیا غواړي چې دغه کس دوی ته وسپاري ځکه د امریکايي جګړې معلومات یې خپاره کړي او باید په امریکا کې محاکمه شي.

دغه راز بلخوا برېټانوي حکومت بیا ددغه پرېکړې په اړه له کشمکش سره مخ شوی دی.

په ورته مهال د بشري حقونو فعالان دا ناعادلانه پرېکړه بولي او په دې باور دي چې امریکا ته د جولیان سپارل به د هغه د وژل کېدو او یا ځانوژنې سبب شي.