د تصفيې کميسيون خلکو ته خپلې وسلې ورکوي

روهي - د غويي لومړۍ نېته۱۴۰۱: د تصفیې کمېسیون، له هغو کسانو غوښتي چې د خپلو وسلو او وسایطو د مالکیت قانوني اسناد له ځان سره لري، چې د بېرته اخيستو لپاره یې دغه کمېسیون ته مراجعه وکړي.

د تصفیې کمېسیون په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې: "د اسلامي امارت د تصفیې کمېسیون له خوا ټولو هغو محترمو تجارانو، صرافانو، د شرکتونو مالکانو، د صحي او سوداګریزو مارکېټونو خاوندانو او د شخصي وسلو ګرځوونکو اشخاصو ته چې د روان کال په پيل کې د کابل ښار د تصفیوي عملیاتو په ترڅ کې د تصفیې کمېسیون له خوا یې وسلې او وسايط تري اخیستل شوي، خبر ورکول کېږي چې د خپلو وسايطو، وسلو او اړوند اجناسو د بېرته ترلاسه کولو لپاره سر له سبا (د غویي دویمه) د کابل ښار د دارالامان په لوا کې د تصفیې کمېسیون مرکز مراجعه وکړي."

سرچينه وايي چې یاد مرکز ته له ورتګ مخکې اړینه ده چې هر کس باید د خپلو اړوند اجناسو د مالکیت قانوني اسناد له ځان سره ولري.

دغه راز د تصفیې کمېسیون له سوداګرو، صرافانو، د روغتیایي او سوداګریزو مراکزو او امنیتي کمپنیو له مالکانو غوښتي چې خپل د کار، وسلو او وسايطو ګرځولو جوازونه وار له مخه تصدیق او تايید کړي.

په خبرپاڼه کې ويل شوي چې کومې وسلې او وسايط چې د مالکیت اسناد یې تر اوسه نه دي تشخیص شوي، په اړه به یې په نږدې راتلونکي کې پرېکړه وشي.