ننګرهار کې چاودنې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

روهي- ۱ غويی ۱۴۰۱:  د ننګرهار په خوږياڼو ولسوالۍ کې د امنيتي سرتېرو په يو رېنجر د سړک غاړې ماين چاودلی دی.

د خوږياڼو ولسوال قاري صلاح الدين ویلي چې یاده پېښه نن سهار د دغې ولسوالۍ بره خوارانو سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه په چاودنه کې څلور امنيتي سرتيري وژل شوي او يو بل يې ټپي دی.

د سرچینې په وینا، تر اوسه څرګنده نه ده چې چاودنه د نوي ځای پرځای شوي ماين له امله شوې او که له پخوانيو جګړو پاتې دی.