دغه پنځه تېروتنې او کړنې مو شخصي کمپيوټر (PC) خرابوي 

ډېری کسان له خپل شخصي کمپيوټر (PC) ډېر کاروي خو سم يې نه کاروي. دوی ځينې داسې کارونه او کړنې له کمپيوټر سره کوي چې کمپيوټر يې خرابيږي او له کاره لوېږي. بيا اړ وي چې د کمپيوټر پر جوړونې پيسې ولګوي  او يا هم نوی کمپيوټر واخلي. دلته پڼځه هغه تېروتنې او کړنې درته ښييو چې په ترسره کولو سره يې کمپيوټر ته ژور ويجاړی رسيږي، شرطي کوي، فشار پرې راځي او سوځيږي. 

۱- هېڅکله داسې مه کوئ چې لومړی د کمپيوټر چارجر په سکاټ کې کېږدئ او بيا يې کمپيوټر سره وصل کړئ. داسې کار لومړی د کمپيوټر چارجر او بيا د کمپيوټر  مادر بورډ سوځوي. پر ځای يې لومړی د چارجر خوله کمپيوټر کې دننه او بيا يې سکاټ کې دننه کړئ. 

۲- هرکله چې کمپيوټر بندوئ  او يا يې چلانوئ نو حوصله ورته ولرئ. دې دواړو حالتو کې کمپيوټر وخت ته اړتيا لري چې ډاټا له رم RAM لېرې او يا ورته راټوله کړي. کله چې کمپيوټر چلان کړئ اوحوصله ورته ونه کړئ او ژر ژر پرې بټن وهئ، نو ډېر فشار پر راځي او شونې ده، چې ډاټا له لاسه ورکړئ. همدا ډول چې کمپيوټر بندوئ نو بيا يې سکرين ژر مه بندوئ دې سره فشار پرې پاتې او چلان حالت کې وي. 

۳- که چېرې ډېسک ټاپ کمپيوټر لرئ نو CPU يې ډېره بند ځای، د مېز دننه او المارۍ کې مه ږدئ. داسې کار سره CPU تنفس  نه شي کولی يانې CPU هسې هم ګرمه وي او چې کله ګرم ځای کې هم کېښودل شي نو حرارت په کې زياتيږي او  دې  سره ورته زيان  رسيږي. 

۴- د لمر وړانګو مخامخ کمپيوټر  مه استعمالوي. دې سره خو يو تاسې ته د کمپيوټر سکرين ښه نه ښکاري او بل دا چې کمپيوټر لا ډېر نور ګراميږي. بيرون خو  هېڅ کمپيوټر مه استعمالوئ او که چېرې د کوټې دننه کمپيوټر استعمالوئ  او له کړکي د لمر وړانکې را دننه کېږي، نو هڅه وکړئ چې پرده ولګوئ ترڅو د کمپيوټر پر سکرين د لمر وړانګې مستقماً ونه لګيږي. 

۵- د کېبلونو ګڼه - ګوڼه ختمه کړئ. که چېرې کمپيوټر سره موز، کېبورډ، لوډ سپکېر، غوږۍ، پرېنټر  او نور کېبلونه تړي وو، نو دغه تارونه سره جدا - جدا کړئ. دغه د کېبلونو ګڼه - ګوڼه سبب کېږي چې د برېښنا شرطي رامنځته کړي. بله مهمه خبره دا چې، د کمپيوټر پر چارجر بايد د چارجر اضافي او اوږد کېبل مه تاواوئ. يانې هغه اووږد کېبل چې له چارجر سره وي، نو د چارجر پر باډۍ يې مه راتاواوئ. دا هم سبب کېږي، چې چارجر ګرم شي، شرطي وکړي او وسوځوي.