په نورستان کې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

روهي – ۳۱وری۱۴۰۱: نورستان کې د دوو کورنیو تر منځ په خپلمنځي نښته کې درې کسان وژل شوي او په یوه ترافیکي پېښه کې پنځه تنه ټپیان شوي دي.
د نورستان د والي ویاند سیف الدین لټون ویلي چې د دغه ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ په بر وایګل سیمه کې د یوې شخصي دښمنۍ له امله د دوو کورنیو غړو پر یوه او بل ډزې کړي چې په پایله کې یې درې کسان وژل شوي دي.
دغه راز د یوه بل خبر له مخې د دغه ولایت په واما ولسوالۍ کې ترافیکي پېښې پنځه کسان ژوبل کړي دي.