د کمپيوټر د لنډمهاله ذخيرې (RAM)  په اړه په زړه پورې مالومات 

رَم - RAM د کمپيوټر لومړنۍ حافظه او لنډمهاله ذخيره ده. د انګلېسي ژبې RAM کلمې بشپړ حالت Random access memory ده. رَم - RAM د کمپيوټر پر اصلي دړه يا مادر بورډ باندې وي. د مادر بورډ هغه برخه چې رَم - RAM پرې نښلول شوی وي، DIMM يا dual in-line memory module ورته وايي. دغه DIMM د رَم - RAM نښلونې لپاره ۱۶۸، ۱۸۴، ۲۴۴ او تر ۲۸۸ پورې خانې يا پېنز لري. 

د کمپورټرونو مادر بورډ بېلا - بېل  رَم - RAM خونې لري، چې memory slot  ورته وايي. په منځني او عام ډول د يو عادي کمپيوټر به دوه يا څلور memory slot لري. هر کله چې وغواړئ پر کمپيوټر کوم پروګرام يا ډاټا وچليږي، نو تر ټولو لومړی بايد دغه پروګرام يا ډاټا رَم - RAM ته لاړه شي. مالومات او پروګرام له وړاندې په هارډېسک کې شتون لري، خو په دې پار چې وچليږي او فعال شي، نو له هارډېسک رَم - RAM ته ځي. دغه مالومات چې يې رَم - RAM پروسېس کړي ورپسې، CPU ته انتقاليږي او له CPU  څخه مالومات يا پروګرام ګټې اخېستو ته چمتو کېږي. 

رَم - RAM د کمپيوټر د چټک او ارام سرعت مهمه پرزه ده. هر کله چې رَم - RAM کمزوری وي، نو هغه مالومات چې له هارډېسک څخه ورته راځي او رَم - RAM يې بايد 
يو څه وخت وساتي او بيا يې CPU ته انتقال کړي، دا بهير په سستۍ سره تر سره کېږي. هارډېسک ډاټا رَم - RAM ته ولېږي، خو رَم - RAM دومره ذخېره نه لري، چې د هارډېسک له خوا لېږل شوې ډاټا يا مالومات وساتي؛  دې وخت کې رَم - RAM هغه مالومات چې د ذخيرې وړتيا يې نه لري، د CPU پر ځای بېرته هارډېسک ته لېږي او دې سره د کمپيوټر سرعت کميږي. 

د دغه ستونزې د حل لپاره دوه لارې شتون لري. کولی  شي چې په مادر بورډ کې چې د رَم - RAM لپاره کومې نورې اضافي خانې شتون لري، هلته، اېکسټرا يا اضافي رَم - RAM نصب کړی او يا هم يو خو د ډېرې ذخيرې رَم - RAM کمپيوټر لپاره ولګوئ. 

رَم - RAM کې يوه ستره ستونزه او ځانګړنه يې دا ده، چې په دوامدار ډول سره برېښنا ته اړتيا لري. که چېرې د يوې ثانيې لپاره هم پر رَم - RAM برېښنا پرې شي، نو ټوله هغه ډاټا چې له هارډېسک ورته انتقال شوې او يا هم رَم - RAM CPU  ته استولې ده، له منځه ځي.