راتلونکې جمعه د افغانستان په اړه مهمه غونډه کېږي. 

روهي – ۳۱وری۱۴۰۱: څلور مهمم لوري راتلونکې جمعه د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه غونډه کوي. 

رسنیو د پیسو نړیوال صندوق، د امریکا مالیې وزارت، نړیوال بانک او د افغانستان د بیا رغونې صندوق ښودلي چې په دې غونډه کې به د افغانستان روان وضعیت و ارزول شي.

سرچینې دا هم ویلي چې په دې غونډه کې د روان اقتصادي او بشري ناورین د مخنیوي په اړه به هم بحثونه وشي.

په غونډه کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازې دیبورا لاینز هم ګډون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د نړیوال بانک د وروستي راپور له مخې، په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه شوې ده.

د دغه بانک معلوماتو له مخې، د سړي سر په کلني عاید کې ۳۳ سلنه کموالی راغلی او د هغو کورنیو شمېر هم لوړ شوی چې د خوراکي توکو د پېرلو لپاره پیسې نه لري