قطر: په افغانستان کې د ملکیانو وژل په کلکو ټکو غندو

روهي- ۳۱ وری ۱۴۰۱: قطر چارواکو ویلي، هر هغه پېښه او قصدي برید غندي چې په هغه کې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي.

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت له خوا په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې یوازې افغانستان نه بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې ترهګریزې پېښې غندي.

سرچینې زیاته کړې، هغو پېښو ته د انسان ضد عمل په سترګه ګوري. 

د سرچینې په وینا، قطر په دې نازک وضعیت کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او په خبره یې د دایمي ثبات او امنیت د ټینګښت په برخه کې به له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کابل لوېدیځ دشته برچې سیمه کې درې چاودنې وشوې چې له امله یې له شلو ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته.

دغه پېښه په کور دننه او او بهر مسوولینو او سیاستوالو وغندله.

تر اوسه د یاد پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

خو ځینې حکومتي سرچینې وايي چې دغه کار د داع.ش له ډلې پرته د بل چا کار نه شي کېدای.