پغمان کې د ګازډبې چاودنې شپږ کسان وژلي

روهي – ۳۰وری۱۴۰۱: د کابل په پغمان ولسوالۍ کې د نایتروجن ډبې چاودنې له امله شپږ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل امنیې قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ د دغې پېښې تایید کړی دی.

دی وايي:"دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د پغمان ولسوالۍ اړوند حیدرخان کلا سیمې د تباشیر جوړونې په یوه کارخونې کې شوې ده."

هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې وژل شوي او ټپیان د یادې کارخونې کاریګر دي