روغتیا وزارت: تېرو څلورو میاشتو کې څه باندې ۱۳زره کسان په سرطان اخته شوي

روهي-۲۹ وری ۱۴۰۱: دعامې روغتیا وزارت وايي چې په تېرو څلور میاشتو کې ۱۳زره او ۵۰۰ کسان پر سرطان ناروغۍ اخته شوي دي.  

دغه څرګندونې نن د یاد وزارت ویاند ډاکټر جاوېد هژیر رسنیو ته کړې دي.

هغه ویلي چې د ثبت شوو شمېرو له مخې په تېرو څلورو میاشتو کې په هېواد کې ۱۳زره او ۵۰۰ کسان د سرطاني ناروغیو پر بېلابېلو نوعو اخته شوي دي. 

ده زیاته کړې، په ۲۰۲۰ کال کې په هېواد کې د سرطان ۲۳زره مثبت پېښې ثبت شوې چې له دې ډلې ۱۶زره یې د مړینې پېښې دي.

هژیز زیاتوي:"په ۲۰۲۱ کال کې په افغانستان کې د سرطان نږدې ۳۰زره مثبتې او ۲۰زره د مړینې پېښې ثبت شوې وې، پر دې اساس د تېر کال په پرتله ډېروالی ښيي."