روانه میاشت له ۲۳۹ زرو ډېرو کورنیو سره مرسته شوې

روهي – ۳۰وری۱۴۰۱: د خوړو نړیوال سازمان وايي چې روانه میاشت یې افغانستان کې ۲۳۹ زره او ۱۳۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

افغانستان کې د خوړو نړیوال سازمان وايي چې د بغلان په نهرین ولسوالۍ کې نن ۳۶۰۷ کورنیو ته د خوارکي توکو مرسته وویشله.

دغه سازمان په خپل ټوېټر دغه خبر ترڅنګ لیکلي، د ۲۰۲۲ کال په مارچ میاشت کې په بغلان ولایت کې ۳۷۹،۷۲۹ کسانو سره مرسته ترسره شوې ده.

دغه راز سرچینې ویلي چې د زابل د دایچوپان ولسوالي کې هم په روانه میاشت کې له ۳۲۱۰ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته شوې ده.

د یاد سازمان معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۲ کال د مارچ په میاشت کې د خوړو نړیوال پروګرام په ټول ولایتونو کې یې ۲۳۹ زره او ۱۳۴ کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې.