د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو د افغان کډوالو په اړه خبرې کړي

روهي – ۳۰ وری۱۴۰۱: د افغانستان او ایران بهرنیو چارو وزیرانو په ایران کې د افغان مسافرو او کډوالو پر ستونزو، دوو اړخیزو اړیکو، تجارت او اقتصاد خبرې کړي
له بهرنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې پرون ماښام د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیرخان متقي له خپل ایراني سیال امير عبداللهيان سره پر ځینو دوو اړخيزو موضوعاتو تلیفوني خبرې وکړې.

سرچینې لیکلي چې په دغه تلیفوني مکالمه کې په ایران کې د افغان مسافرو او کډوالو پر عمومي ستونزو، وروستیو پيښو، دوو اړخیزو اړیکو، دیپلوماتیکو استازولیو او دیپلو ماتانو د ښه امنیت، تجارت، اقتصاد او ځینو نورو اړینو موضوعاتو باندي تفصیلي خبري وشوي.

سرچینې د متقي له قوله لیکي چې په نژدې راتلونکي کې به يو افغان پلاوی ايران ته سفر وکړي او هلته به د مېشتو افغان مهاجرو او بنديانو په اړونده موضوعاتو خبري وکړي.

د سرچینې په وینا، دواړو لوریو څرګنده کړه چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د رسنيو  په کارولو سره د افغان-ایران ولسونو تر منځ کرکه او نفرتونه ایجاد کړي او تاوتریخوالې ته لاره هواره کړي. 

په خبرپاڼه کې راغلي:"د دغو ستونزو د مخنیوي لپاره په ډير ټینګار سره دواړو لوريو ژمنه وکړه چې چاته به اجازه نه ورکوي تر څو د دواړو دوستو او همسایه هیوادونو او ولسونو تر منځ د بد نیت فضاء ایجاد او واټن رامنځته کړي."