یوه سریلانکايي وژنې په جرم شپږ پاکستاني په اعدام محکوم شول

روهي -۳۰وری۱۴۰۱: د پاکستان یوې محکمې په دې هېواد کې اسلام ته په سپکاوي د یو تورن سریلانکايي د وژنې په جرم شپږ تنه په اعدام محکوم کړي دي.
 
سرچینې لیکلي چې د تیر کال د ډسمبر په دریمه د پاکستان په سیالکوټ کې یوې ډلې پاکستانیانو د یوې فابریکې سریلانکایي مدیر پرینانتا ډیاوندانا اسلام ته د سپکاوي په تور وواژه.

سرچینې زیاته کړې چې د یاد کس په وژنه د ۸۹ تنو څخه ۸۸ تنه محکوم شول چې شپږ تنو ته یې د مرګ سزا واورول شوه.

د سرچینې په وینا، نهه تنه په عمر قید او نور د پنځو څخه تر دوو کلونو پورې د بند په مختلفو سزاو محکوم شوي دي.