میدان وردګو کې یو کس خپله خور وژلې

روهي -۳۰وری۱۴۰۱: د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریيس صفي الله راید وايي چې په دغه ولایت کې يوه کس خپله خور وژلې ده.

هغه زیاته کړې چې دغه پېښه تېره شپه لس بجې د د یاد ولایت د جلرېز ولسوالۍ، تکانې سیمه کې شوې ده.

راید ویلي چې مجرم له سيمې تېښېدلی دی.

د هغه په وینا، د پېښې لامل تر اوسه مالومه نه ده.