روهي -۳۰وری۱۴۰۱: د افغانستان پر بیا رغونې د امریکا ځانګړې څارونکې اداره (سیګار ) وايي چې افغانستان له سختو ستونزو او ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دی.

سرچینې زیاته کړې چې دغه هېواد له ستر بودیجوي کسر او د نقدو پیسو له کمښت سره هم مخ شوی دی.

یادې ادارې ویلی، د خلکو د ژغورنو او له دوی سره د ورځني لګښت د شته والي لپاره دوه میلیاردو ډالرو ته اړتیا ده.

د سرچینې په وینا، خو په دغه هېواد کې اقتصادي وده باید بېرته پيل شي نو اته میلیارده ډالرو مرستې ته اړتیا ده.