روهي -۳۰وری۱۴۰۱: په افغانستان کې د ماشومانو د ژغورنې نړیوالې اداره وايي چې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان له لوږې سره مخ دي او د شاوخوا ۲۵ میلیونه افغانانو ژوند پر کروندو او زراعت متکي دی.

سرچینې زیاته کړې دا چې په افغانستان کې وچکالي شدیده شوې او هره ورځ ددې احتمال شته چې کروندې زیانمنې او کرنه و نه شي نو دا وېره هم لوړه شوې چې ښایي ملیونونه افغانان روان کال له لوږې سره مخ شي.

سرچینه زیاتوي، بشردوستانه مرستې ښې دي، د خلکو بېړنۍ اړتیاوې حل کوي.

خو د یادې په وینا، له افغانستان سره د مرستو لپاره د دایمي حللارو پيدا کول اړین دي څو دلته دایمي اقتصادي وده رامنځ ته شي او د میلیونونه انسانانو ژوند له خطر وژغورل شي.