دفاع وزارت: پاکستان دې افغانان بلمثل عمل ته نه اړ باسي

د ملي دفاع وزارت پر خوست او کونړ د پاکستان هوايي او توپچي بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دوی دې بالمثل عمل ته نه اړیستل کېږي.

سرچینې لیکلي:”هېڅ هېواد دې افغانان نه ازمویي او افغانان دې نه اړ باسي چې بالمثل عمل ترسره کړي.”
 

د وزارت په وینا، افغانانو د تاریخ په اوږدو کې ثابته کړې چې د هېڅ تېري کوونکي او اشغالګر خلاف بې ځوابه نه دی پاتې شوي او تل د خپلې خاورې، خلکو او هېواد نه ساتنه کوي.
 

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې وړاندې پاکستاني پوځیانو پر سرحدي ولایتونو خوست او کونړ هوايي او توپچي بریدونه وکړل چې شاوخوا ۴۰ ولسي خلک په کې ووژل شول.