فرانسه: افغانستان کې د اړمنو لاسنیوی کوي

روهي – ۲۹وری۱۴۰۱: قطر کې د ط.البانو د سیاسي دفتر مسوول سهیل شاهین وايي چې د افغانستان لپاره د فرانسې له استازي سره یې بشردوستانه مرستو او نورو موضوعاتو خبرې کړي.

شاهین په خپل ټوېټر لیکلي چې په دوحه کې یې د افغانستان لپاره د فرانسې له ځانګړي استازي سره کتلي دي.

ده زیاته کړې چې په دې لیدنه کې پر بشردوستانه مرستو او د نشه يي توکو د کښت او قاچاق په تړاو پر وروستۍ پرېکړه خبرې شوې دي.

هغه زیاتوي، د کروندګرو لپاره د نشه يي توکو د کښت پر بدیل هم بحثونه شوي او فرانسې د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د سرچینې په وینا، په لیدنه کې د زده کړو پر روان بهیر او د افغانستان پر وضعیت هم بحثونه شوي. 

فرانسې ویلي چې دوی په روان بشري ناورین کې د افغانانو تر څنګ ولاړ دي او د اړمنو لاسنیوی به کوي.