امنیتي ځواکونو ته له اختر وروسته یونیفورم ویشل کېږي

د کورنیو چارو وزارت وايي چې د امنیتي ځواکونو یونیفورم بشپړ شوی او له راتلونکي اختر وروسته به ورته ووېشل شي.

دغه څرګندونې د یاد وزارت ویاند عبدالنافع ټکور کړې دي.

ده زیاته کړې چې په لومړي سر کې یونیفورم په کابل کې او بیا په ولایتونو کې مجاهدینو ته وېشل کېږي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو یو شمېر کارپوهان په هېواد کې د جرمونو په کمولو کې د یونیفورم درلودل مهم بولي.

دوی وايي چېد یونیفورم درلودل د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر منځ د نظم ښودنه کوي.

شنونکي دا هم وايي چې د نویو یونیفورمونو وېش به نه یوازې په هېواد کې جرمونه کم کړي

په هېواد کې د ا.ا له بیا راتګه شاوخوا اته میاشتې وروسته لا هم د اسلامي ځواکونو ته یو ځانګړی یونیفورم نه‌دی ټاکل شوی.