روهي – ۲۹وری۱۴۰۱: د ټولگټو وزارت د مقام د دفتر رئيس د قراردادي شرکتونو له ځینو استازو سره د شرکتونو د مالي ستونزو د حل په اړه خبرې وکړې.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ناسته د مقام د دفتر رئيس مفتي امیر عبدالله په مشري ترسره شوه.
سرچینې لیکلي چې د قراردادي شرکتونو استازو د ټولگټو وزارت له رهبري څخه د انوایسونه د اجرأ او د بانکي تضمینونو د ورکړې غوښتنه وکړه.
د ټولگټو وزارت د مقام د دفتر رئيس امیر عبدالله وویل چېد قراردادي شرکتونو د انوایسونو، تضمينونو او قرضداريو اجرأ کول د حکومت د کارونو په لومړيتوب کې قرار ده.
هغه زیاته کړې چې د ۱۴۰۱ ه ش مالي کال د بودیجې په تصویب سره د قراردادي شرکتونو یوه برخه انوایسونه اجرا شي او مالي ستونزې به یې تر ډيره بریده هوارې شي.
نوموړی زیاتوي چې هیواد له داسې شرایطو څخه د تیریدلو په حال کې دی، چې زموږ ټولو همکارۍ، گډ کار او یووالي ته اړتیا لري.
وروستي