د بریتانیا لومړی وزیر هند ته ځي

روهي – ۲۹وری۱۴۰۱: د بریتانیا لومړی وزیر نوې ډیلي ته د سفر پر مهال د هند له لومړي وزیر سره د سوداګریزو او امنیتي مسایلو په باب خبرې کوي.

رسنیو لیکلي، ټاکل شوې چې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن راتلونکي پنجشنبه هندوستان ته سفر وکړي

د سرچینو له مخې، هغه به هند له لومړي وزیر نریندرا مودي سره پر سوداګریزو اړیکو سربیره په امنیتي مسایلو هم خبرې کوي.

جانسن ویلي، د دوی سوله او هوساینه د مستبدو دولتونو له خوا له ګواښ سره مخامخ ده، دا ډېره مهمه ده چې ډیموکراسي او دوستان د یو بل تر څنګ وي.