عبدالکبیر: د اسلامي همکاریو سازمان دې افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي

روهي – ۲۹وری۱۴۰۱: د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالکبیر د اسلامي هیوادونو د همکاریو له سازمان څخه د همکاریو غوښتنه کړې ده.

هغه پرون د یاد سازمان د غذايي خوندیتوب له مسؤل يرلان بادويلت سره لیدلي دي.
عبدالکبیر په دغه لیدنه کې ویلي چې دغه سازمان باید له افغانستان سره خپلې مرستې او همکارۍ زیاتې کړي.

د ده په وینا، څلوېښت کلنې جګړې افغانستان ته په بېلابېلو برخو کې زیانونه رسولي دي.
هغه زیاته کړې چې د اسلامي همکاریو سازمان دې له دغه وضعیت څخه د وتلو لپاره له افغانستان سره همکارۍ زیاتې کړي.