اروپايي ټولنه افغانستان بانک سره مرسته کوي

روهي -۲۹وری۱۴۰۱: اروپاپي ټولنې ژمنه کړې چې له افغانستان بانک سره مرستې کوي
 د افغانستان بانک چارواکي وايي چې د اروپايي ټولنې له دوو استازو سره یې کابل کې لیدلي دي. 

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د مرکزي بانک پر وضعیت او نورو اړوندو اقتصادي ستونزو خبرې شوې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دوی ټولو نړیوالو بانکي قوانینو ته ژمن دي او هڅه کوي له نړیوالو قوانینو او معیارونو سره سم خپلو خدماتو ته ادامه ورکړي.

د اروپايي ټولنې استازو هم ویلي چې دوی له افغانستان بانک سره همکارۍ او مرستې ته ژمن دي.

د اروپايي ټولنې له خوا له افغانستان بانک سره د مرستې کولو نور جزئیات نه دي خپاره شوي