تونس له کاناډا غوښتي، چې د زين العابدين ميلياردر اخشی ونيسي

د تونس سفارت د کاناډا په اوتاوا ښار کې ، له دغه هېواده په رسمي توګه غوښتنه کړې ، چې د زين العابدين ميلياردر اخشی ونيسي .
وروسته له دې ، چې په تونس کې اړو دوړ رامنځته شو، د د زين العابدين د ميرمنې ورور کاناډا تښتېدلی. د کاناډا حکومت ورته د اقامې ويزه نه ده ورکړې، خو د پناهندګۍ غوښتنې لپاره يې اجازه ورکړې.