پوهنې وزارت: یونیسف تر راتلونکې اونۍ ښوونکو ته د دوو میاشتو د معاش ورکړې پروسه بشپړوي  

روهي – ۲۹وری۱۴۰۱: د پوهنې وزارت وايي، له یونیسف سره هوکړې ته رسيدلي چې تر راتلونکي اونۍ پوري به یونسیف د هیواد ټولو هغو ۹۴ سلنه ښوونکو ته د دوو میاشتو د  ۲۰۰ ډالر معاش د ورکړې پروسه  بشپړوي.

د پوهنې وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د دې وزارت د مالي او حسابداري رئیس مفتي عزت الله نوري او د یونسیف د تخنيکي ټیم ترمنځ چې په ترکیب کې ګیلیو فرانکو، کریسټن الواریز او اغلې حمیرا شیرزۍ  شامل وو، ناسته کړې ده.

سرچینې لیکلي، په یاده ناسته کې هوکړه وشوه چې تر راتلونکي اونۍ پوري به یونسیف د هیواد ټولو هغو ۹۴ سلنه ښوونکو ته -چې د بانکي حسابونو له لارې ورته معاش ورکول کېږي- د دوو میاشتود  ۲۰۰ ډالر معاش د ورکړې پروسه  بشپړوي.

د سرچینې په وینا، د هیواد هغه ۶ سلنه ښوونکي چې بانکي حسابونه نه لري او دمعتمد له لارې ورته لاس په لاس معاش ورکول کېږي.

سرچینې زیاته کړې، که چیرته په راتلونکي کې یونسیف د هیواد د ښوونکومعاش  ورکوي، لازمه ده تر څو دهغو تازه ارقامو په اساس به ورکول کېږي چې د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري ریاست په دې آخرو میاشتو کې راټول کړیدي، ځکه چې دغه ارقام په بشپړ ډول دقیق دي، خیالي ښوونکي  ورڅخه ایستل شوي او نوي ګمارل شوي  ښوونکي پکې شامل کړای شویدي.

په خبرپاڼه کې راغلي:" کله چې یونسیف دښوونکو بانکي حسابونو ته معاش حواله کوي، یا یې د معتمد له لارې ورکوي،راپور به یې وخت په وخت د پوهنې وزارت د مالي او حسابداري له ریاست سره شریکوي. "

سرچینه زیاتوي، د راتلونکي لپاره چې کله یونسیف د هیواد د ښوونکو معاش ورکوي، د پوهنې وزارت له مالي او حسابداري ریاست سره په هم غږي او تفاهم به ورته یو معیاري، مناسب  او  د تطبیق وړ مېکانیزم جوړوي او دیاد میکانیزم په رڼا کې به د ښوونکو معاشونه ورکول کیږي.