قزاقستان افغانستان ته د غنمو صادرات ډېروي

روهي -۲۹وری۱۴۰۱: د خوراکي توکو د خوندیتوب اسلامي سازمان مشر یرلان بای د رییس الوزرا له سیاسي مرستیال سره د لیدنې پر مهال ویلي هڅه کوي چې د قزاقستان د غنمو صادرات دغه هېواد ته ډېر شي.

په دې لیدنه کې د ګڼو نورو مسایلو تر څنګ د خوراکي توکو د رسونې په برخه کې پر همکاریو او شته مسایلو خبرې شوې دي.

د یاد سازمان دغه استازي دا هم ویلي چې دوی له افغانستان سره خپلو مرستو ته ادامه ورکوي.

د هغه په وینا، هڅه کوي دلته د روان بشري ناورین په کابو کولو کې اغېزناکې هڅې وکړي.