نورستان کې یو کس خپل پلار په تبر وژلی 

روهي -۲۹وری۱۴۰۱: نورستان کې چارواکي وايي چې د دې ولایت وانټ وایګل ولسوالۍ کې یو کس د دو ملګرو مرسته خپل پلار په تبر وژلی دی.

دغه پېښه تېره ورځ د یادې ولسواۍ اړوند نیشیګرام کلي کې شوې ده.

د نورستان د والي ویاند سیف الدین وايي چې امنیتي ځواکونو د یادې پښې په تور د وژل شوي کس د ځوی په ګډون درې کسان نیولې دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی دی.

سرچینې د یادې پېښې لامل کورنی تاوتریخوالی ښودلی دی.