روهي -۲۸وری۱۴۰۱: د پنجشېر چارواکي وايي چې له مقاومت جبهې سره د اړیکو په تور درې کسان نیول شوي دي.
د یاد ولایت د والي ویاند ابوبکر صدیق رسنیو ته ویلي چې دغه کسان نن یکشنبه نیول شوي دي.
سرچینې زیاته کړې چې که د نیول شویو کسانو جرم ثابت شي، محکمې ته به معرفي کېږي.
د مقاومت جبهې چې د ط.البانو(سرپرست حکومت) پر وړاندې یې د وسلوالو مبارزې د پرمخ بېولو خبره کړې.
خو تر اوسه یادې ډلې په دې اړه څه نه دي ویلي.
وروستي